امنیت

په ننګرهارکې له ډاراچوونکو ډلو سره د غړيتوب په تور د شپږو تنو نيول کيدل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
په ننګرهارولايت کې شپږ تنه له ډاراچوونکو ډلو سره د غړيتوب په تور ونيول شول.
دغه کسان تېره شپه او نن سهار په دغه ختيځ ولايت کې د يو لړ خاصوعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان له طالبانو سره د غړيتوب په تورنيول شوي دي.
له دغو کسانو څخه جنګي وسايل او هغه سندونه چې په دغو ډاراچوونکو ډلو کې د غړيتوب شواهد ښيي؛ هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته