روغتیا

دفارمسست نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دفارمسست نړيواله ورځ دعامې روغتيا په وزارت کې ونمانځل شوه .
دالومړى ځل دى چې دغه ورځ د (زستاسو مواظب يم)تر شعار لاندې په افغانستان کې  نمانځل کيږي.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دسلګونو تنو فارمسستانو په ګډون دعامې روغتيا وزارت په تالار کې جوړه شوې وه دافغانستان فارمسستانو دسراسري اتحاديې رييس اقا محمد ژکفر د روغتيايي او طبي خدمتونو په وړاندې کولو کې د فارمسستانو دارزښت په باب خبرې وکړې .
دعامې روغتيا وزارت معين ډاکتر احمد جان نعيم ناروغانو ته د روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې دفارمسستانو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل چې په هيواد کې د زياتو فارمسستانو روزنه يوه اړتيا ده او دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې د روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دمرکزونو په چوکاټ کې ددغه مسلک ارزښت ته په پاملرنې سره دغه کارته پاملرنه کوي.
په دې غونډه کې دلوړو زده کړو وزارت معين پوهاند محمد عثمان بابري هم خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې دغه وزارت به دځوانانو فارمسستانو روزنې په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.
په دې غونډه کې دغه راز وينا والو هم د روغتيا په نظام کې دفارمسي د رول په باب خبرې وکړې او دفارمسې دمحصلانو پيغام هم ولوستل شو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته