ورزش

دماليې وزارت دفوټبال ټيم اتل شو .

کابل باختر دمرغومي  نهه ويشتمه :
دماليې وزارت دفوټبال ټيم په کابل کې ددولتي ادارو دفوټبال دسياليو اتل شو .
دکابل دفوټبال  فدراسيون مرستيال نن دباختراژانس  خبريال ته وويل په کابل کې ددولتي ادارو دفوټبال سيالۍ  دنهه ټيمونو په ګدون څه موده مخکې په غازي لوبغالي کې پيل شوې و  په پاى کې دماليې وزارت او د چارو دادارې ټيمونه نيمايي پړاو ته لاره وموندله او په هغو لوبو کې  چې پرون ددغو دوو ټيمونو ترمنځ ترسره شول دماليې وزارت ټيم دصفر په وړاندې په شپږو سره دچارو دادارې ټيم ته ماتې ورکړه او ددغوسياليو لومړۍ  مقام وګاټه .
دغه راز دښار او کور جوړولو وزارت او دافغانستان بانک دويم او دريم مقامونه وګټل .
دقيومي دڅرګندونوله مخې ددغوسياليو  دګول  دښاغلي لقب ددولسو ګولونو په وهلو سره دښار ا و کور جوړولو ټيم  محمد احمدي ته ورکړ شو او دګمرکاتو معينيت ،  دچارو ادارې او پارلمان ټيمونو ته داخلاق کپ ورکړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته