(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

په کندز کې د پیازو کرکیله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده

کابل، د وري ۲۰مه، باختر

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله د پیازو په کرکیله کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله سږ کال د پیازو په کرکیلي کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسولینو باختر آژانس ته وویل، چې سږ کال په کندز کې پر څه باندې ۱۲ زره ۹ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي او په هر هکتار ځمکه کې له ۲۶ تر ۳۰ ټنو پیاز توليدېږي، چې سږ کال د پیازو حاصلات په ټولیزه توګه ۳۱ زره ۷۳۷ میټریک ټنه اټکل کېږي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا