امنیت

د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان په ادرسکن کې ووژل شو

کابل باختر د کب اتلسمه :
د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان پرون د هرات ولايت په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ووژل شو .
د ملي دفاع وزارت د ويندوى دمطبوعاتي دفتر مسوولينو باخترآژانس ته خبرورکړ: دغه قوماندان چې په هرات ولايت کې د زياترو ډار اچوونکو او ورانکارو فعاليتونوعامل و؛ د دغه ولايت د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو دامنيتي فعاليت په بهيرکې ووژل شواوله ده څخه يو کلاشينکوف، يوه آيکم مخابره او يوه اندازه چاوديدونکي توکي پاتې شوي دي
د يوبل خبر له مخې: د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طلوع – ١٦٠ په نامه دملي اردو دځواکونو په ګډو عملياتوکې يو وسله وال طالب ټپي او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول .
دغه راز دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغوځواکونو په يوبل اقدام کې دوه توغندي ويشتوونکي او د درندو وسلو يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته