ورزش

د تنکيو ځوانانو د فوټبال او د فوټبال د غوره ليګ سياليوپه هرات کې دوام وموند

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
د پامير او د انصاري د فوټبال ملي ټيمونو د هرات ولايت د تنکيو ځوانانو د فوټبال د سياليو وروستى پړاو ته لاره وموندله.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هغو دوو لوبوکې چې پرون مازيګر د پامير او هيري او د انصاري او اتفاق د ټيمونو ترمنځ ترسره شوې؛ د پامير او انصاري ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو وروستى پړاوته يې لاره وموندله .
ديوبل خبرله مخې: د هرات د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليوکې لومړى د بيګ بير ټيم د يوې په مقابل کې په دوو سره د جامي پرټيم بريالى شو او په بله لوبه کې د سرخ پوشانو ټيم د دوو په مقابل په اتو سره د آموټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د استقلال او آريانا ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته