خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې د څه باندې ۷۳ زره ډالرو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

 کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

د کندز ښار په لومړۍ ناحيه کې د نقي سيند د کوڅې پر سر د دوه طرفه کوڅو د جوړولو پروژې چارې د ۷۳ زره ۵۳۰ ډالرو په لګښت پیل شوې.

د دغه پروژې د پیل مراسمو کې د کندز ښاروال مولوي کل محمد الیاس وویل، چې دغه پروژه د UNEPS موسسې په مالي ملاتړ د ۷۳ زره ۵۳۰ ډالرو په لګښت د ۵۹۹ مترو په اوږدوالي او ۴ مترو په سور جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې دا ډول پروژې د دغه ښار په اتو سيمو کې د ښاريانو د چاپېريالي ستونزو د هواري په موخه پلې کېږي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا