ټولنه

يوه څوارلس کلن هلک ځان وواژه

کابل باختر د تلي  دويمه :
دکابل پوليس د يو تنکى ځوان د وژنې د څرنګوالي په اړوند څيړنې کوي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دکابل د يوولسمې حوزې پوليسو پرون ددغه ځوان مړى په داسې حال کې چې زندي شوى و؛ په نوې پروژې کې د دوى په کورکې ترلاسه کړ .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي: لومړني تحقيقات ښيي چې دغه ځوان ځان وژلى دى. خو پوليس په زياتو تحقيقاتو ټينګار کوي چې ددغه ځوان د وژنې د څرنګوالي علتونه ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته