ټولنه

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى په شپږ کاله بند محکوم شو

کابل باختر دسلواغې  لومړي :
يو تن د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د هرات د محکمې له خوا د شپږو کلونو بند په سزا محکوم شو .
دغه سړى څه موده مخکې يوه اندازه هيروئين په خپله ګيډه کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې دغه نشه يي توکي هندوستان ته وليږدوي چې د امنيتي ځواکونو د هلوځلو په نتيجه کې د هرات له هوايي ډګر څخه ونيول شو او دشپږوکلونو دبند په سزا محکوم شو .
دغه راز په دې غونډه کې د سمنټو د پروژې د غلا، درغلى، د عامه خدمتونو په موظفينو د تيري، د غير قانوني سيمکارتونو د پيرودنې او پلورنې د مجرم د تښتولو او  تزويري دوسيې هم وڅيړلې شوې او تورن کسان په مجازات محکوم شول .
  په قانوني موده کې د تورنوکسانو د تميز غوښنې حق خوندي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته