کابل باختر دليندى ديارلسمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې دانګلستان له سفير دوميک جرمي سره دبروکسل کنفرانس دعملي پروګرام دراتلونکو اجرااتو دتطبيق په باب خبرې وکړې .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو دبروکسل کنفرانس دعملي پروګرام دراتلونکې اجرااتو دتطبيق ، دافغانستان دحساب ورکولو په چوکاټ کې دافغانستان دژمنو ، دمالي مرستندويانو دغونډې ( ٣+٣+٥) له اداري فساد سره دمبارزې لپاره دعدلي اوقضايي مرکز د فعاليت او مثبتو اغيزو ، دخصوصي برخې دپياوړتيا ، د انکشافي پروژو دتطبيق او دسيمه ئيزو همکاريو په باب خبرې وکړې .
دماليې وزير د ١٣٩٦ مالي کال دملي بودجې دسند دبرابرولو او وړاندې کولو دپړاونو په باب مفصل معلومات وړاندې کړل .
دانګلستان سفير په بروکسل کنفرانس کې دافغانستان دبرياليتوب هرکلى وکړ او يوځل بيا دواړو لورو ددغه کنفرانس دعملي پروګرام دراتلونکي اجرااتو په تطبيق باندې ټينګاروکړ .
ديادونې وړ ده چې انګلستان دراتلونکو دريو کلونو لپاره له افغانستان سره د اووه سوه پنځوسو مليونو ډالرو ژمنه کړې ده چې دغه پيسې به په بيلابيلو پرمختيايي پروژو دتطبيق په لاره کې ولګول شي .
0 1 دقیقه لوستل