خبرونهاقتصاد

په کندز کې د کبانو روزل او تولید ۵۰ سلنه زیات شوی دی

 کابل، د لړم ۱۱ مه، باختر

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د کبانو په تولید او روزنه کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست آمر ډاکټر نجیب الله حسن د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې تېرکال له ۳۰۰ فارمونو ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي وو، چې سږ کال دغه شمېر ۴۵۰ ټنو ته سېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

حسن زیاته کړه، چې د کبانو ډېر فارمونه د کندز د مرکز په ګډون په حضرت امام صاحب، قلعه ذال او چهار درې ولسوالیو کې موقعیت لري.

اخوا د کندز د کرنې، بڼوالۍ او څارویو د روغتیا ساتنې آمر د کبانو د تولید زیاتولي لامل  د کبانو د خوراکي توکو وېش، د اکسیجن برابرول او د هوا ښه والی بولي.

بریالی همنوا، جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا