خبرونهورزش

په کندز کې د کورش “پهلواني” سیالۍ ترسره شوې

کابل، د وږي ۱۹ مه، باختر

د کندز د بدني روزنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پرون د کورش «غېږنیونې» نړیوالې ورځې په مناسبت د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د کندز د کورش«غېږنیونې» مسوول محمد انور جي باختر آژنس ته وویل چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره ورزشي سیالۍ په تېره بیا د کورش«غېږنیونې» سیالۍ د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي.

په همدې حال  کې د کندز د بدني روزنې او ورزش رییس قاري عزت الله سنان ويلي، چې په کندز کې نه يوازې د غېږنیونې سیالۍ ترسره کېږي بلکې د واليبال، فوټبال او د خلکو د خوښې نورې لوبې هم په لاره اچول کېږي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا