امنیت

درې تنه ډار اچوونکي په بادغيس کې ووژل شول

بادغيس/ باختر د ثور دمياشتې ٢٣
درې تنه ډار اچوونکي  پرون  د باد غيس ولايت  د قلعه نو په مربوطاتوکې ووژل شول .
د بادغيس د ولايتي شورا رييس  مولوي عبدالباسط صارم د دغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل:
په قعله نو پورې اړوند د ملمنجيو په کلي کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يو بل ډار اچوونکى ټپي شو .
په دغو عملياتوکې ملکي وګرو او پو ځيانو ته زيان نه دى او ښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته