
کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د کندز ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د کارته هلال او کوچک علي د دویمې کوڅې د سړکونو د بیا رغونې چارې پیل کړې دي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ یاد سړکونه ۶۲۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې د UNOPS دفتر له لوري د ۹۵ زره ۵۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت په اساسي ډول بیا رغول کېږي، چې چارې به یې په ٢ میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سړکونو په جوړېدو سره به د خلکو ستونزې لرې او ښه ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې به رامنځته شي.
جهانیار