
کابل، د وږي ۶ مه، باختر
د کندز د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوه پله د رغولو چارې د دوه نیم میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یاد ولایت د ټولګټو ریاست مسوولینو د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د آقتاش ولسوالۍ پُل د رغولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري د دوه نیم میلیونو افغانیو په لګښت پيل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د یاد پُل په رغولو خوشحاله دي او له حکومت څخه غواړي چې د یادې ولسوالۍ سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.
سرچینې زیاته کړه چې په روان کال کې به د ولایت په کچه ورته رغنیزې پروژې هم پيل شي.