خبرونهروغتیا

په کندز کې د ۵۰ روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

د کندز امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۵۰ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د کندز د امنیت آمر مولوي دوست محمد عبیده د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه کسان یې له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال هم ۲۵۰ روږدي کسان چې د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي تر درملنې لاندې دي، چې له درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا