سیاست

استانبول د آسيا د زړه د بهير دجګپوړو مقاماتو غونډه جوړه شوه.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
استانبول د آسيا د زړه دبهير دجګپوړو مقاماتو دملګرو ملتو د سازمان دعمومي اسامبلې د اويايمې غونډې ترڅنګ ديکشنبې په ورځ غونډه  دافغانستان د اسلامى جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير صلاح الدين رباني په پرانيستوونکي وينا سره په نيويارک کې جوړه شوه په دې غونډه کې چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين حکمت خليل کرزي او دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دمعين اعزاز احمد چوهدرى په ګډ مشرتوب او دغړو او ملاتړو هيوادونو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوه لومړى حکمت خليل کرزي داستانبول (اسيا د زړه) په بهير پورې د اړوندو هيوادونو او سازمانونو د فعالې ونډې او رغنده رول له امله مننه وکړه او په دې غونډه کې برخه والو ته يې ښه راغلاست ووايه.
وروسته دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د استانبول د اسيا د زړه بهير په يو لنډ زماني وخت کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
دغه بهير دڅلورو کلونو په بهير کې په دې بريالى شوى دى چې دسيمې او نړۍ د دريځ غوره کړي هغه برياليتوب چې داستانبول يا د آسيا د زړه بهير ترلاسه کړى دى په دغه بهير کې دغړو هيوادونو او سازمانونو فعال رول او رغنده ونډه ښيي.
په دې غونډه کې وروسته دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چوهدري داستانبول يا د اسيا د زړه د بهير د بهرنيو چارو دوزيرانو د پنځمې غونډې ته دتياري لپاره دجګپوړو مقاماتو دغونډو د ارزښت په باب خبرې وکړې .
په دې غونډه کې برخه والو داستانبول يا د آسيا د زړه دبهير دبهرنيو چارو دوزيرانو دپنځمې غونډې داعلاميې په باب چې ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې دافغانستان او پاکستان په ګډ کوربه توب او مشرتوب په اسلام آباد کې جوړه شي خبرې اترې وکړې.
دغونډې په پاى کې برخه والو داستانبول يا د اسيا د زړه دبهير دبهرنيو چارو دوزيرانو دپنځمې غونډې ته د تياري لپاره د يو مشخص کارى پروګرام په باب موافقه وکړه .
دغه راز ددغې غونډې برخه والو د هغو هيوادونو او سازمانونو دپيوستون په باب چې داستانبول يا د آسيا د زړه په بهير کې دغړيتوب لپاره يې علاقمندي څرګنده کړې ده خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته