
کابل، د لېندی ۱۹ مه، باختر
د کندز سیمه ییز مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې ان.آرسي. دفتر له لوري د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۸ ښوونځیو د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د قلعه زال ولسوال مولوي عصمت الله اسامه زلمي په دې ولسوالۍ کې د دې ادارې د بشر دوستانه کړنو ستاينه وکړه او د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې يې د ورته نورو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
دغه ښوونځي په داسې حال کې رغول شوې، چې تر دې وړاندې د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکو د سړکونو، برېښنا او ځينو نورو ستونزو څخه شکايت کاوه او د اسلامي امارت له مشرتابه يې د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه کوله.
جهانیار