ټولنه

روزنيزه کارګاه پاى ته ورسيده

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دانتخاباتودبهير د څرنګوالي په باب دخبريالانو دپوهاوي روزنيزه کارګاه  نن پاى ته  ورسيده.
دباخترآژانس د خبرله مخې : دغه روزنيزه  کارګاه  چې يوه اوونۍ مخکې  دکابل دټولنيزي رسنيوپه مرکزکې جوړه شوې وه دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو کې د رسنيو رول ، د ژورناليزم داخلاقو ، دانتخاباتو دتر سره کولو او شفافيت  دڅرنګوالي او دانتخاباتو دقانون په باب خبرې اترې  وشوې.
په دې روزينزه کارګاه کې د دولتي او خصوصي رسنيو  يوشمير خبريالانو ګډون کړي  وو،  چې دتصديق ليکونوپه ويشلو سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته