کابل // دسلواغي ٣مه / باختر :
٨٠ وسله وال طالبان په غور کې دتېرو دوو ورځو په بهير کې له پوځيانو سره يوځاى شول .
دغور دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالمعروف رامش دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په څلورو ګروپون کې دملا سراج ، ملا نصر الدين ، ګل خان او رييس محمد له خپل قوماندان سره دشهرک ولسوالۍ په جلګه مزار سيمه کې له دولت سره يوځاى شول .
درامش دڅرګندونوله مخې ، دغو وسله والو طالبانو خپله وسله او مهمات هم پوځيانو ته تسليم کړل .
رامش څرګنده کړه چې دغو وسله والو طالبانو دهرات _ غور دلوى لارې او دنورو سيمو په پاکېدو سره له دولت سره يوځاى شول .
هغه زياته کړه چې په تېرو دوو اوونيو کې په غور کې درې نور وسله وال طالبان له جګړې څخه لاس واخست او له دولت سره يوځاى شول .
ختم_عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل