
کابل، د وږي ۱۵ مه، باختر
د کندز ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ۶ مې او ۸ ناحیو کې د سړک جوړونې د دوو پروژو چارې پیل شوي، چې پکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه دوه پروژو چارې د یونپس موسسې له لوري د دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت پيل شوي، چې په دریو میاشتو کې به جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا څخه تراوسه پورې د یادې ښاروالۍ او مرستندویه موسسو له لوري شاوخوا دونیم میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۴۰ پراختیايي پروژې پلې شوي چې پکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د دغو دوو پروژو په پلې کېدو سره د یاد ولایت ۱۴۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.