کابل باختردزمري دمياشتي ٩ :
دارزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په يو جومات کې دچاودنې له امله يوقاضي ووژل شو اوڅلور تنه نورټپيان شول.
دارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى فريدعايل باختراژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار دترينکوټ ښار دخيرو کاريز دسيمي په يو جومات کې وشوه.
ده زياته کړه چې په دې چاودنه کې ددغه ولايت دابتدائيه محکمې يو قاضي مولوى تاج محمد چې دسهار دلمانځه له اداکولو وروسته په جومات کې ناست و ووژل شو.
دعايل دڅرګندونوله مخې په دې پيښه کې څلور تنه لمونځ کوونکي ټپيان شول.