کابل باختر د لړم څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دبادغيس د ولايتي شورا غړى، مجاهد او قومي متنفذ حاجي توکل تېره شپه دنامعلومو کسانو له خوا شهيد شوى دى.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد حاجي توکل د قوم مشر، مجاهد او خلکو خدمتګار شخص و. له همدې امله دبادغيس خلکو په ولايتي شوراکې دخپل وکيل په توګه ټاکلى و. د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او دبادغيس ولايت خلکو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ