خبرونهټولنه

په کندز کې زعفران کارو ښځو زراعتي بستې ترلاسه کړې

 کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر

د کندز د کرنې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې پر زعفران کارو ښځو زراعتي بستې وېشلې دي.

د کندز د کرنې، اوبولګو او مالدرۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافذ باختر آژانس ته وویل چې په دې پړاو کې د کندز ښار او د امام صاحب ولسوالۍ ۱۲۲ زعفران کارو ښځو د زعفرانو د تولید بستې ترلاسه کړې.

دغه مرسته د ( راه نوین افغانستان د ټولنیز او پراختیايي بنسټ ) له لوري برابره شوې وه.

د کندز زعفران کارو ښځو د مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې سره به یې په کارونو کې پرمختګ راشي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا