خبرونهټولنهروغتیا

په کندز کې زیاته اندازه تاریخ تېر او بې کیفته خوراکي توکي وسوځول شول

 کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د کندز ولایت ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې يې شل ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه وړي دي.

د یاد ولايت دعامې روغتيا رياست د چاپيريال او روغتيا مدیریت چارواکو، د ۲۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکو د سوځوولو خبر ورکړی دی .

ياد بې کيفيته خوراکي توکي ۸ مياشتو په موده کې د ښار او شاوخوا سيمو له پلورنځيو څخه راټول شوي وو، چې پرون د يو شمېر ځايي چارواکو او رسنیو په شتون کې د دشت ابدان په سیمه کې وسوځول شول.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زیاته اندازه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي وو.

همنوا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا