امنیت

دظفر قول اردو قوماندان دفراه ولايت دلاسه وتلو اوازې ردې کړې .

کابل باختر دسلواغې  دريمه :
د ٢٠٧  ظفر قول اردو  قوماندان نن سهار ديوه جګپوړي پوځي  هيئت په مشرۍ  دفراه ولايت ته سفر وکړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان محمد ناصر  هدايت ديوشمير پوځي مسوولانو په ملګرتيا دفراه ښار په مربوطاتو کې امنيتي پوستې وکتلې او وروسته يې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دخبريالانو غوښتنو ته ځواب ووايه او ددغه ولايت دله لاسه وتلو اوازې يې ردې کړې  او ددښمن د ځپلو او ټکولو لپاره يې  دامنيتي ځواکونو دبريدونو خبر  ورکړ .  ده زياته کړه چې په راروانو دوو ورځو کې به په فراه کې پراخ چاڼيز عمليات پيل شي .
ده تينګار وکړ چې ددوى  هلې ځلې په لومړي ګام کې دمخالفانو ځپل او وروسته دفراه ولايت په ټولو ولسواليو کې دنظام دواکمنۍ تامينول دي .
دغه راز دامنيتي ځواکونو په تشکيل کې هم ديادونې وړ زياتوالى رامنځته کيږي .
ده زياته کړه چې په تيرو دوو ورځو کې دافغان هوايي پوځ دالوتکو دګوزارونو له امله د شپږ اويا تنو طالبانو په ګدون دملا حسن ، ملا بورجان  هلمندي، ملا واحد او دوسله والو طالبانو دډلې دمحکمې دکميسيون درييس ملا ياري جان په نومونو دوسله والو  طالبانو دډلې څلور کليدي کسان وژل شوي او همدا اوس  دفراه ولايت دپشت رود او خاک سفيد په ولسواليو کې چاڼيز عمليات دوام لري چې تراوسه پورې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى .  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته