امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دکب  درې ويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې په غورماچ ولسوالۍ کې بريد شوى دى دفارياب ولايت امنيه قوماندان باختراژانس ته وويل چې جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسرتيرو دګزمې په کاروان بريد وکړ .
ده وويل چې په دغو نښتو کې ددغې ډلې يوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو اوملکي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته