خبرونهټولنه

په کندز کې سلګونو اړمنو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د تلې ٢ مه، باختر

د ” ” WAW او د ” UNHCR ” موسسو په مرسته او د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د دغه ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر ٥٩٢ اړمنو کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې.

د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د WAW  او د  UNHCR  موسسو په مالي ملاتړ او د کندز د کډوالو چارو رياست په همغږۍ  پر ٥٩٢ اړمنو کورنيو  چې پخوا په دشت ارچي ولسوالۍ  کې د ګډو ټيمونو له خوا سروې شوې وې  پر هرې کورنۍ ٤٢٠ امريکايي ډالره وويشل.

دا په داسې حال کې ده چې په لومړي پړاو کې هم  له هرې کورني سره ٤٢٠ امريکايي ډالره مرسته شوې وه.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا