امنیت

په پکتیکا کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لس طالبان ووژل شول

کابل/ د تلې ۱۳ مه / باختر
د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لس وسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی، خو افغان ځواکونو بېرته پر شا تمبولي دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته