خبرونهټولنه

په کندز کې سلګونو اړمنو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د زمري ۲۹ مه، باختر

د کندز د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې پرون د اروپا اتحادیې په مالي ملاتړ پر ۴۵۹ کسانو نغدي مرسته وېشلې.

د کندز د کډوالو چارو رییس عبدالولي محمدي باختر آژانس ته وویل چې د Cordaid  موسسې د اروپا اتحادیې په مالي ملاتړ په کندز کې له وچکالۍ څخه پر۴۵۹ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو نغدې پیسې ووېشلې.

هغه زیاته کړه، دغه کورنۍ مخکې سروې شوې وې، چې پر هرې کورنۍ یې ۲۱زره۷۶۰ افغانۍ وېشلې دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا