سیاست

د پکتیا اوسېدونکي وايي چې د انتخاباتو د پایلو ځنډ ورته د منلو وړ نه دی

کابل / د لړم ٨مه / باختر
د انتخاباتو د پایلو ځنډ د لویې پکــتیا ولسونو ته اندېښنې پيدا کړې دي، دوی د انتخاباتو له کمېسیون غواړي چې ډېر ژر پايلې اعلام کړي
دوی وايي چې د انتخاباتو د پایلو ځنډ، د حکومت په چارو، سوداګرۍ، امنیـت او په نورو برخو سیوری غوړولی.
د باختر آژانس د سمیه ييز خبریال د خبر له مخې: د پکتیا ولایتي شورا د یوې خبرې ناستې پرمهال د انتخاباتو کمېسیونونو ترڅنګ پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د دې پروسې بریالیتوب لپاره په بې پرې توګه همکاري ترسره کړې او پرې نږدي چې دغه انتخابات هم د  ۲۰۱۴ انتخاباتو په څېر برخلیک ولري.
په مطبوعاتې ناسته کې ټینګار وشو چې د انتخاباتو پایلې دې د سولې په پلمه له ځنډ او خنډ سره نه مخ کېږي.
دوی وویل: سوله د ټولو هېوادوالو هیله او آرمان ده او ولسونه یوه ریښتینې او تلپاتې سوله غواړي.
ولایتي شورا د لویې پکتیا د ولسونو په استازیتوب د انتخاباتو پر کمېسیون غږ وکړ: که د ولس ارادې(رایې) ته درناوی ونشي او یو وار بیا سهمي شرکت رامنځ ته کېږي، نه یوازې دا چې هرکلی یې نه کوي، بلکې د سهمي شرکت په څېر له حکومت سره به پرېکون اعلام کړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته