۱۰۰ ورځې

يو بوډا موچي په انتخاباتو کې په ګډون سره په راتونکى باوري شوى دى.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
يوه بوډا موچي دهيواد له راتلونکي جمهور رييس څخه وغوښتل چې د ده په شان دخلکو د ژوند دبدلون لپاره دى کار وکړي .
دغه موچي سړى چې د دشت برچي دقران عترت دعلمي ټولنې درايې ورکولو په مرکز کې يې رايه ورکړه، دباختر آژانس خبريال ته وويل، دخپلې خوښې نوماند ته يې رايه ورکړې ده او هيله يې وکړه چې دهيواد راتلونکى جمهور رييس وکولاي شي چې د ده په شان دخلکو په ژوند کې دمثبت بدلون دراوړلو لپاره کار وکړي .
محمدعيسي باورلري چې دخلکو د رايې له لارې دهيواد دجمهور رييس انتخاب دهيواد دپرمختګ او دخلکو د ارامۍ سبب کيږي .
دى باور لري چې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دخلکو پراخ ګډون دخلکو دنيکمرغۍ او دهيواد پرمختګ سبب کيږي .
د قران او عترت دعلمي ټولنې د رايې ورکولو په مرکز کې له غرمې مخکې تر يوولس نيمو بجو پورې دوه زره يو سلو پنځو تنو ښځو او نارينه و رايه ورکړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته