خبرونهټولنه

په کندز کې سلګونو کارګرانو نغدې پیسې ترلاسه کړې

 کابل، د زمري٨ مه، باختر

د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې ٨٧٥ تنو د کار په بدل کې د خوړو ورکړې په پروګرام په اډانه کې د کانالونو پاکولو او کيندنې په موخه د افغانستان تعليمي او بيا احيا کولو د دفتر په همکارۍ چې  “اف اې  او”   له خوا تمويلېيږي نغدي پيسې ترلاسه کړي.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مالي او اداري مدير او سرپرست  عبدالغفار صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغانستان تعليمي او بيا احيا کولو دفتر پر ٨٧٥ تنو نغدې پيسې ووېشلې.

نوموړي د دغه دفتر له همکارۍ مننه وکړه او له خلکو يې وغوښتل، چې د پروژو د ښه تطبيقولو په موخه له سيمه ييز حکومت سره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه د دې پروګرام له لارې پر هر کارګر ٨٨٠٠ افغاني ووېشل شوې.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا