-کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
دزابل ولايت په مرکز قلات ښارکې څوشيبې مخکې چاودنه وشوه.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ يو موټر په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
عيني شاهدانو دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې پيښه کې يو شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اوس دپيښې سيمه دامنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي.