۱۰۰ ورځې

د انتخاباتي شکايتونوکميسيون د انتخاباتو په بهيرکې د زبرځواکو د نفوذ د مخنيوي په مقصد د مدني ټولنې د فعالينو او رسنيو د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون مسوولينو د جمهوري رياست د انتخاباتو په ترسره کولوکې د مدني ټولنې د بنسټونو او د رسنيو دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې نن دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون د مسوولينو، د رسنيو دکارکوونکو او د مدني ټولنې د فعالينو ترمنځ جوړه شوه؛ د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون د تحليل او څيړنې رييس صبغت الله تميم وويل: د هيواد په ټولو ولايتونوکې د دغه کميسيون ولايتي دفترونه د انتخاباتي شکايتونو څيړنې ته چمتو دي.
ده زياته کړه: زموږ انديښنې په ځينو ولايتونوکې د يو شمېر زبرځواکونو له پلوه دي چې هغوى به له خپل نفوذ څخه په استفادې او زموږ د ولايتي دفترونو په غړو د زور په اچولو سره ددغه کميسيون شفافيت او کړه وړه تر پوښتنې لاندې ونيسي.
له دې امله د انتخاباتي شکايتونو کميسيون دمدني ټولنې له بنسټونو او د رسنيو له کارکوونکو څخه غواړي چې د انتخاباتو دترسره کولو په بهيرکې دې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون او دانتخاباتي شکايتونوله کميسيون سره مرسته او همکاري وکړي.
تميم زياته کړه چې تراوسه پورې يو زيات شمېر دغو بنسټونو له دغو کميسيونونو سره دهمکارۍ په لاره کې خپله علاقمندي ښودلې ده.
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مسوولين وايي چې په راتلوونکې اوونۍ کې د انتخاباتو له ترسره کولو وروسته زموږ ولايتي دفترونه دانتخاباتي شکايتونو منلو ته چمتو دي .
دوى زياتوي: که چيرې انتخابات دويم  پړاوته لاړشي؛ د دويم پړاو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د دواړوکميسيونونو د انتخاباتو دخپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو دکميسيون له خوا هر راز لازم چمتوالى نيول شوى دى .
ټاکل شوې ده د جمهوري رياست او د ولايتي شورګاانو انتخابات د روان کال د وري د مياشتې په شپاړلسمه نيټه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته