خبرونهامنیت

په کندز کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د زمري ۱۹ مه، باختر

د کندز د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبید الله باختر آژانس ته وویل چې د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې شپږ تنه د جوارګرۍ، غلا او د امنیتي ځواکونو له نومه د ناوړې استفادې په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو پنځو ورځو کې پنځلس تنه په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا