امنیت

په لوګر کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول .

کابل باختر  د غبرګولي  څوارلسمه :
  په لوګر ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول .
دغه چاودنه نن سهار دپل علم ښار په مرکزي چوک کې هغه وخت رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونه دپلټنې ديوې پوستې په جوړولو سره دوسايطو په لټونې بوخت و .
درارسيدلو خبرونو له مخې، بم دامنيتي ځواکونو پوستې ته څيرمه په يوه  ونه کې ځاى پرځاى شوى و .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد ورا دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي .
ده وسله وال طالبان ددغه بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې  دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته