کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
يوه لس کلنه نجلۍ چې په هلمند ولايت کې يې په پوليسو دځانمرګى بريدنيت درلود؛ نن د پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شوه.
دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د دفتر مسوول باخترآژانس ته وويل: يوه لس کلنه نجلۍ چې د خپل ورور په لمسون يې غوښتل د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو په پوستې ځانمرګي بريدوکړي؛ د پوليسو له خوا وپيژندل شوه او ونيول شوه.
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغې نجلۍ څخه په چاوديدونکو توکوکارول شوى يو واسکټ د پوليسو لاس ته ورغلى دى.
خبرځاى زياته کړه چې پيښه څيړل کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ