ټولنه

په مالیې وزارت کې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر د کب اوولسمه
په مالیې وزارت کې د ښځو ڼړیواله ورځ نن د کب میاشتې په ۱۷ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت په خیبر هال کې ونمانځل شوه.
په دې نمانځغونډه کې د مالیې وزارت د اداری چارو سرپرست مرستیال ښاغلي محمد قاهر حیدري، د پالیسۍ چارو سرپرست مرستیال ښاغلي امین حبیبي، د پالیسۍ معینیت د څارنې، پلټنې او راپور ورکونې عمومي رئیسې اغلې ناهید سرابي، د مالیې وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د ملکي خدمتونو د جندر امرې اغلې فایقې جاوید کندهارۍ، د ولسې جرګې د بشري سرچینو رئیسې اغلی نجیبې حبیب او د مالیې وزارت ګڼو رئیسانو، کارکوونکو او مېرمنو ګډون کړی ؤ.
ښاغلي محمد قاهر حیدري، د نمانځغونډې په پرانیستې وینا کې ښځو ته د دې ورځې مبارکې وویله او زیاته یې کړه چې د دې وزارت رهبري ژمنه کړې چې ګڼې ښځې به ګماري، موږ په دې برخه کې کار کوو ترڅو د رهبرۍ تر کچې ښځې وګمارو او ستونزو ته یې ځان ورسوو.
ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د خپلو خبرو په پیل کې د هیواد ټولو ښځو ته مبارکي وویله او وروسته یې د دې ورځې په ویاړ د مالیې وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي، پیغام ولوست.
" د مالیې وزیر په پیغام کې ښځو ته د دې ورځې د مبارکۍ تر څنګ، په مالیې وزارت کې د ښځو په ونډې، د دوی له ظرفیت څخه د پوره ګټې اخستنې، له ښځینه کارکوونکو څخه د ملاتړ، د دوی ستونزو ته د رسېدو همدا شان په تېرو دوو کلونو کې د سلو په خواوشا کې ښځینه کارکوونکو ته د کاري زمینې او په مالیې وزارت کې دوی ته د لا زیاتو کاري او تحصیلي فرصتونو د برابرولو یادونه وشوه".
ښاغلي امین حبیبي د مالیې وزارت ښځینه کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې تاسو د هرکار ظرفیت لرئ همدا علت دی چې په مالیې وزارت کې ښځو ته د زیاتې ونډې ورکولو ژمنتیا لري.
د څارنې او پلټنې عمومې رئیسې اغلې ناهید سرابي، د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې کله تاسو د حق غوښتنې له پاره خپل غږ لوړوئ د یوې مېرمنې په څېر نه بلکه د یوه بشر په توګه یې لوړ کړئ.
نمانځ غونډه د مالیې وزارت غوره کارکوونکو ته د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته