کابل باختر د ثور يوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې يو زيات شمېر جنګي وسايل کشف او ترلاسه شول .
دغه وسلې له پاکستان څخه بار شوې وې او نن سهار دکوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنيت د منسوبينو په عملياتو کې کشف شوې .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياني باختراژانس ته وويل چې؛ هغه سړى چې ويل کېږي له ډار اچوونکو ډلو سره پيوند لري د دغو وسلو د لېږدونې په تور نيول شوى دى . ختم_سعيده – اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ