(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

په کندز کې لسګونه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول کړل شوي دي

کابل، د وږي ۸ مه، باختر

د کندز د خوړو او درملو د کنټرول او کیفیت آمریت مسوولین، په یاد ولایت کې د لسګونه ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درملو او خوراکي توکو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د کندز د خوړو او درملو د کنټرول او کیفیت آمر جمعه ګل شمسي باخترآژانس ته وویل، چې یاد آمریت په تېرو ۳ نیمو میاشتو کې ۱۳۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او سوځولو ته چمتو کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه خوراکي توکي او درمل یواځې د کندز ښار له مارکېټونو او پلورنځیو څخه راټول کړل شوي او په دغو توکو کې ۴۰ سلنه درمل او ۶۰ سلنه نور یې خوراکي توکي دي.

په همدې حال کې بیا د کندوز ښاريانو د خوړو او درملو د کنټرول او کیفیت آمریت له دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا