نړۍ

د سوريې د حکومت څه ناڅه١٠٠ تنه مخالفين د روسيې په هوايي بريدونوکې ووژل شول

 مسکو ورلدنيوز باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
د روسيې د دفاع وزارت د څرګندونوله مخې: د دغه هېواد سوخوى ډوله بم غورځوونکو الوتکو د سوريې د ديرالزور  ښار ته څېرمه د دغه هېواد دحکومت د مخالفينو د قوماندې په دوو مقرونو او روزنيزکمپ سخت ګوزارونه کړي دي.
د روسيې د دفاع وزارت پرون اعلام وکړ چې د دغه هېواد بم غورځوونکو الوتکو  د ديرالزور ښار ته څېرمه دداعش او د النصره جبهې د ډلو په سنګرونو په بريد  سره١٥٠ تنه تروريستان ووژل .
د روسيې د دفاع وزارت د اعلام له مخې: د پروني هوايي عملياتو يوشمېر وژل شوي کسان اجير بهرني تروريستان وو.
روسيې د سه شنبې په ورځ هم د ادلب او حلب ښارونو په ګډون د سوريې په بېلابېلو سيموکې د دغه هېواد د حکومت د مخالفينو سنګرونه ويجاړکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته