سیاست

دسترې محکمې په عالي شورا کې دمحکمې دبدلون دنولسو غوښتن ليکونو او دبيا کتنې داتو غوښتن ليکونو په باب غو روشو .

کابل باختر د زمري شپږمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې درييس  قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، شورا لومړۍ د قانونپوه  سيديوسف  حليم دټاکل کيدو له امله دملي شورا له تاييد وروسته دجمهوري رياست له فرمان سره سم دسترې محکمې درييس په توګه ټاکل شوى دى  مبارکي وويله او داړوندو چارو په پرمخ بيولو کې يې دلوى خداى ( ج ٩  له دربار  څخه دده دلازياتو برياليتوبونو هيله   وکړه .
وروسته دجزايي قضيو دبيا کتنې دغوښتن ليکونو دڅيړنې په وخت کې  دعالي شورا په غونډه کې دلوى څارنوالۍ  دواکمن استازي  دشتون په باب دجزايي اجرااتو دقانون داټکلونو درعايتولو په مقصد لارښوونه وشوه چې له دې وروسته دې دعالي شورا دارلانشا  په دغه شان قضيو دغور په وخت کې  دشورا په غونډو کې دلوى څارنوالۍ  دواکمن استازۍ شتون تامين کړي .
ورپسې له اجندا سره سم دځينو رسيدلو  استهداګانو په باب غور او څيړنه وشوه په نظامي چارو کې  دلوى څارنوالۍ  دمعاونيت داستهدايې په وړاندې چې دپوليسو دذاتي چارو دقانون د ٤٨ مادې دتفسير غوښتنه کړې ده څرګنده شوه چې داستهدا وړ مادې پرخلاف ددغه قانون  ٤٩ ماده  دطرحه شوې ستونزې په حل کولو کې پوره صراحت لري . 
سربيره پردې دمجازاتو دبخښنې او تخفيف  له خصوصي فرمانونو څخه داستفادې په نټيه کې له يوکال بند څخه زيات دنظامي محکومينو دتبعي او تکميلي جزاګانو دانتقاد څرنګوالي  په برخه کې  داستهدا ددويمې  برخې په باب لارښوونه وشوه چې په دغه شان مواردو کې دجزايي  اجرااتو دقانون .
حکمونه  او هم  د بخښنې او تخفيف  په فرمانونوکې  ليکل شوي اټکلونه  درعايت وړ  بلل کيږي .
  دغه راز  دکابل ښاروالۍ داستهدايې  په وړاندې  چې  دعقاري  دعواو  په حل او فصل کولو کې  داثبات په دليل  په توګه  داملاکي  معلوماتو  دمحکمو  دنه استيناد  او دملکيت دقبالو  داجرا کولو  غوښتنه  کړې ده  ، تجويز  ونيول شو  چې دکابل ښاروالۍ  داملاکو رييس  دې  په دې برخه کې  دزيات وضاحت  دوړاندې کولو په مقصد  دعالي شورا  په راتلونکې غونډه کې  ګډون وکړي .
  دغونډې دکار په دوام  دلوى څارنوالي  دنظامي معاونيت  غوښتنې ته  په پاملرنې سره  دقضاييه قوې  دادارې  عمومي امريت ته لارښوونه وشوه  چې په  قندهار ولايت کې  دنظامي منسوبينو  ديوشمير جزايي دوسيو  دڅيړنې په مقصد  چې کابل ته دهغوى ليږدونه  امکان نه لري  ،  دمرکز دنظامي  استنياف  دمحکمې  قضاييه هيئت دغه ولايت ته واستوي .
  سربيره پردې په غونډه کې  دبيا کتنې  داتو مواردو  غوښتن ليکونو  او په جزايي  او مدني  موضوعګانو کې  دمحکمو دبدلون   دنولسو مواردو غوښتن ليکونو په باب  چې ددعوا دخاوندانو  او دلوى څارنوالۍ  دادارې له خوا  طرحه شوي و  ، هم  لازم تصميمونه   ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته