امنیت

په فاریاب کې ۸ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې د پوځیانو په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې پوځیانو د فاریاب د المار ولسوالۍ په مرکزي ساحو کې د دښمن پر یوې قرارګاه برید وکړ چې په پایله کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نور یې ټپیان شول.
سرچینې زیاته کړه چې په دغو پېښو کې د دښمن ۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي له جنګي وسایلو سره له منځه یوړل شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته