
کابل، د وږي ۵مه، باختر
د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړ او کرنې ادارې (اف.اې.او ) په مالي مرسته د دغه ولایت په آقتاش او ګل تپې ولسواليو کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته سړې خونې جوړې شوې.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې ریاست مرستیال عبدالغفار صدیقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په آقتاش ولسوالۍ کې ۲۳ او ګل تپې ولسوالۍ کې ۲۲ سړې خونې اړمنو کورنیو ته جوړې شوې دي.
صدیقي زیاته کړه، چې په دغو سړو خونو شاوخوا ۳ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د د ملګرو ملتونو د خوړ او کرنې ادارې (اف.اې.او ) لخوا ورکړل شوی دی
نوموړي وویل، چې هڅه کوي دې ته ورته نورې سړې خونې هم د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې جوړې کړي.