امنیت

د طالبانو ديو نومول شوي ولسوال په ګډون اووه تنه طالبان ونيول شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
په فارياب ولايت کې د جنرال دوستم په مشرۍ دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې اووه تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
د دولت آباد ولسوال عبدالسلام نذهت دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه عمليات چې پرون سهار پيل شوي و دتيرې شپې تر لسو بجو پورې يې دوام وکړ چې له امله يې دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دقيصار ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي محمد مير په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
ده زياته کړه :ددغو عملياتو په بهير کې د دولت آباد ولسوالۍ دشش پر ، فيروزه يي شور دريا او دشيخاب کلي هم د طالبانو له شتون څخه پاک شول ويل کيږي دنيول شويو کسانو وسلې هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته