کابل/ د ثور٥ مه/ باختر
د هرات ځايي چارواکي وايي چې ټاکل شوې ده، په غوريان ولسوالۍ کې د تېلو پروژه او نورې ټولګټې پروژې پيل شي.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار پشتون زرغون ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ وضعیت وڅېړه.
شیخ اسلام جار دغه راز د ولسوال، د استخباراتو رييس، امنیه قوماندان او د ولسوالۍ د زړورو مجاهدینو هڅې وستایلې.
د پښتون زرغون ولسوالۍ خلکو هم د هرات ولایت د ښار او ولسوالیو د اوسیدونکو د امنیت د تامین او خلکو ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هرات ولایت د چارواکو د هلو ځلو او هڅو قدرداني وکړه.
د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکو د هرات له والي وغوښتل چې ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي.
د هرات والي وویل ټاکل شوې ده، چې په غوريان ولسوالۍ کې د تېلو پروژه او نورې ټولګټې پروژې پيل شي او زرګونه ځوانانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
\ ذ