اقتصاد

ملي تدارکاتو کمېسیون د سړک، روغتیا، خدمتونو او تجهیزاتو ۱۳ پروژې د ۱.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت منظور کړې

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٨ نيټه :
د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۲۲مه  غونډه نن سه شنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۱۶ مه  نېټه د جمهوري ریاست آرګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د یو شمېر کورنیو او بهرنیو څارونکو په شتون کې ترسره شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  .
د کمېسیون په دې نوبتي ناسته کې د ۱.۶  میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظور کړی شوې؛ چې جزیات ېې لاندې ذکر شوي.
– د داېکندي ولایت د ګتي، خدیر، اشترلي او د نورستان ولایت د نور ګرام، وامه، دوآبه او پارون ښوونځیو لپاره د میز او چوکیو تدارک
– د کابل ــ جلال اباد ۳۵ کیلو متره لوی سړک اساسي رغونه او ساتنه
– په هرات ولایت کې د سلما د بند د نښلوونکي سړک جوړونه
– د زابل ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړول
– د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې تاسیساتو او روغتونونو لپاره درملو تدارک په مشروط ډول منظور کړی شو .
– بدخشان او تخار ولایتونو کې د ولسي وګړو د ګډون پروګرام د پلی کولو لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه
– د کابل برښنا ریاست اړوند د برښنا د شبکې د ۳۰ پایه ټرانسفارمرو تدارک
– د وینې بانک د اړتیا وړ د طبي او مصرفي موادو تدارک
– کابل او هرات ولایتونو لپاره د روغتیا ملي ملاتړ پروګرام په غرض د سیټي اسکن ماشینونو تدارک
– د روغتیایي تاسیساتو لپاره د خوراکي موادو تدارک
– د افغانستان بانک لپاره د مالي څارنې پروګرام مشورتي خدمتونه
– او د ملي دفاع وزارت اړوند د اړتیا وړ  د کریډېټ کارت د لېږد او د بستر د ملحقاتو دوه قراردادونه 
ملي تدارکاتو کمېسیون نوموړو پروژو باندې د بحث پر وخت یو ځل بیا د نوموړو پروژو د پلی کولو څخه د څارنې او په راتلوونکي کې کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په برخه کې د تجهیزاتو د تدارک لپاره زمینه او په دې برخه کې د ادارو ترمنځ  مراوداتو ته د زمینې برابرولو په اړه ټینګار وشو.
سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د اقتصاد وزارت او بنسټیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار  له خوا د پاشدان د بند د کړکېچ د حل په اړه برابر شوي راپور او د پروژې د پاتې کار د تر سره کولو په اړه بحث تر سره کړ او راپور کې شامل وړاندیز تائید کړی شو.
ښاغلي ولسمشر او د ملي تدارکاتو کمېسیون غړیو په ګډ نظر سره څرګنده کړه چې د پاشدان د بند په برخه کې د قیصار ـــ لامان پروژې د حقوقي کړکېچ تجربه دې تکرار نه کړی شي او په پخوا هم ځایي خلک له دې پروژې څخه متضرره شوي وو؛ نو پر همدې اساس اوسنۍ تدارکاتي پروسه چې په دې وروستیو کې په لاره اچول شوې وه لغوه کړی شي او د انرژي او اوبو وزارت دې یاد راپور کې درج شویو وړاندیزونو مطابق اقدام ترسره کړي.
بل لوري د ملي تدارکاتو کمېسیون د کرنیزو قرضو د توافقنامې وړاندیز د مالیې وزارت ته راجع کړ؛ د کورنیو چارو وزارت د خوراکي توکو د څلورو تړنونو د تعدیل وړاندیز د رښتینې اړتیا په غرض د دقیقې محاسبې لپاره بېرته ولېږدول شو مګر د ملي دفاع وزارت د حبوباتو د قرارداد یو وړاندې شوی تعدیل تائید او ترڅنګ ېې لارښوونه ترسره شوه چې د ملي دفاع وزارت ټولو پروژو کې دې د قراردادي شرکت د داوطلبي د شېوې، مالکیت او حقوقي شخصیت په اړه ارزونه ترسره کړی شي.   
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې دکمېسیون د غړیو سربېره، دملي تدارکاتو ادارې چارواکو، د سيګار،سیستیکاغوڅ ملاتړ، د پارلمان د مالي او بودجې کمېسیون څارونکواو د افغانستان د روڼتیا څار ادارې چارواکو هم برخه اخستې وه.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته