
کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د ١٦٠ کیلو ولټه ظرفیت په لرلو سره د برېښنا یو ترانسفرمر نصب شو.
د دغه ولایت د برېښنا حوزې ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ترانسفرمر د خان آباد ولسوالۍ په جنګا باشي سیمه کې نصب شوی، چې پر مټ یې د یاد کلي نږدې ۱۷۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
د مسوولینو په وینا، هڅې پیل شوي چې له برېښنا بې برخو سیمو ته به هم ژر تر ژره برېښنا ورسوي.
لمر