امنیت

دناپيژاندوکسانو له خوا ديوه قومي مشر وژنه.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
دفارياب ولايت يو قومي مشر تيره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
دشرين تګاب ولسوال سيد نعمان ګهريک دباختر آژانس خبريال ته وويل : دشيرين تګاب ولسوالۍ د آستانه بابا دکلي ارباب غلام سخي دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا د ده کورته څيرمه د ده دکورنۍ دغړو په وړاندې په ډزو سره ووژل شو.
ګهريک زياته کړه: دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او ښايي چې دغه وژنه دکورنيو شخړو زيږنده وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته